
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ننګرهار ولایت په جلالاباد ښار کې د يو دېوال د غورځېدو په پېښه کې دوه کاریګر مړه شوي دي.
په ننګرهار کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ وياند سيد طيب حماد وايي چې پرون سهار د څلورمې ناحیې اړوند د بیس اکمالاتي سیمه کې کاریګر د يو کور په جوړولو بوخت وو چې دیوال پرې راغورځېدلی او دوه کاریګر ترې لاندې شوي او مړه شوي دي.
دواړه کسان د همدې ساحې کاريګر وو، چې د کار پر مهال پرې دیوال راپرېوت، او ژوند یې له لاسه ورکړ.