
کابل ټیلیګراف – ۱۹ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
میرویس عزیزي پخپل ایکس پاڼه لیکلي: چې دغه بېړنۍ مرستو د ویش لپاره یې خپلو همکارانو ته دنده ورکړې، ترڅو په بېړه هرات ولایت ته سفر وکړي او عملي اقدامات پیل کړي.
ایران په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ویستلو جدي لړۍ پیل کړې، چې تر دا مهاله ملګرو ملتونو دفتر له لورې څه باندې یو میلیون کسان ښودل شوي، چې افغانستان ته ستانه شوي دي.
په ورته وخت کې ایراني چارواکو ویلي، چې د روان کال په ترڅ کې نږدې ۷ سوه زره کسان له ایران څخه افغانستان ته تللي.
بلخوا طالبانو له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې ورسره بېړنۍ مرستې ترسره کړي.