خبرونهنړۍ

په اسرائیلو کې د جګړې د بندولو او نیول شویو کسانو د خوشي کېدو په موخه لاریونونه وشول

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ په اسرائیلو کې د نیتن یاھو د حکومت پر ضد نن پراخه لاریونونه وشول او په تل ابیب کې زرګونو اسرائیلیانو د پوځي مرکزي دفترونو مخې ته احتجاج وکړ. 

راپور وايي، مظاهره کوونکو د “جګړې هیڅ ګټونکی نشته” او “یرغمالي بیرته راولئ” شعارونو ورکول.

اسرائیلي مظاهره کوونکو له نیتن یاھو څخه وغوښتل چې له حماس سره تړون وکړي او په غزه کې یرغمل شوي کسان خوشې کړي. 

بل خوا، اسرائیلي رسنیو ویلي چې لومړي وزیر نیتن یاھو د غزې په اړه د ممکنه اوربند تړون په اړه د خبرو اترو لپاره خپل سیاسي متحدین ایتمار بن ګویر او بیزلیل سموټریچ رابللي دي.