خبرونهنړۍ

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له قید او شرط پرته د اوکراین جګړه کې د روسیې ملاتړ اعلان کړ

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د را پورونو له مخې؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون سره په وونسان ښار کې لیدلي، چې په دې لیدنه کې کیم جونګ اون له قید او شرط پرته د اوکراین په جګړه کې د روسیې د پرېکړو ملاتړ اعلان کړی.

روسیې هم د شمالي کوریا د امنیت او خپلواکۍ ته د زیان رسولو هر ډول هڅې په کلکه رد کړې او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې غواړي له شمالي کوریا سره ستراتیژیکه همکاري نوره هم پیاوړې کړي. 

راپور وايي، شمالي کوریا او روسیې د یو بل د سیمه ییزې بشپړتیا د ساتنې لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.