
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران دولت پلوې رسنۍ (فارس خبري اژانس) خبر ورکړی چې د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځنۍ جګړې پرمهال د ایران د ملي امنیت شورا پر غونډه باندې د برید پرمهال چې د جوزا په ۲۶مه شوی و، د دغه هېواد ولسمشر مسعود پزشکیان هم ټپي شوی و.
د فارس خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د جوزا/غبرګولي پخه ۲۶مه د دوشنبې په ورځ هغه مهال چې د ایران د ولسمشر، د درې قوو د رییسانو او نورو چارواکو په ګډون د تهران په لویديځ کې يو ځمکتلي کې دا غونډه روانه تر برید لاندې راغلې ده.
د دغه راپور پر بنسټ دا برید د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د وژنې د عملیاتو په څېر طراح شوي عملیات وو.
په راپور کې راغلي چې په دغه برید کې مسعود پزشکيان د پښې په برخه کې ټپي شوی و.
د ایران او اسرائیلو ترمنځ ۱۲ ورځنۍ جګړه پر ایران د اسرائیلو تر برید وروسته پيل شوه او بلااخیره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب پای ته ورسېده.