افغانستانځانګړي برخهراپورونه

طالب چارواکي په پنجشیر کې د زمرودو له کان کېدونکو باج اخلي

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د پنجشېر ولایت یو شمېر کان کېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې ځينې طالب چارواکي له کان کېدونکو څخه په زوره باج اخلي او له خپلو څوکیو ناوړه ګټه پورته کوي.

په پریان، خنج او حصه اول ولسوالیو کې د زمردو په کانونو کې ځينې کان کېدونکي وايي چې ځايي طالب چارواکي د دوی کاري ساحو ته ورځي او له دوی څخه په زوره پيسې اخلي.

دوی وايي ، طالبان ورځي، له خپل موقف او څوکۍ څخه په ګټې اخېستو، د دوی په چارو کې مداخله کوي او له کومې ونډې او پیسو ورکړې پرته ترې باج ټولوي. د کان کېدنې سیمه ييز اصول دا دي چې هر څوک بايد ونډه ورکړي کله چې کان کې غمي را بهر شي بیا يې خرڅوي او هر څوک د خپلې ونډې په اندازه ګټه اخلي خو طالبان بیا له ونډې پرته برخه د باج په ډول اخلي.

په پریان ولسوالۍ کې يو کان کېدونکي د نوم نه خپرولو په شرط وويل: «موږ له کلونو دلته کار کوو، ډېر مصرفونه مو کړي دي، اوس چې کله کان را بهر شي طالبان راځي په زوره له موږه باج اخلي، پيسې اخلي، زموږ ورسره هېڅ وس نه رسېږي.»

دی وايي، طالبان د پلټنې او نورو بهانو باندې کانونو ته ورځي او هلته بیا پيسې اخلي.

دا کان کېدونکی وايي، د پریان ولسوالۍ لپاره د طالبانوامنیه قوماندان نوراغا حماد، د پنجشیر د والي رييس د دفتر مولوي عبدالمتین عزام او د والي سکرتر سیف الدین رټون له کان کېدونکو څخه مستقیماً پيسې اخلي.

يو بل کان کېدونکی هم وايي چې دغه کسان کانونو ته د پلټنې او بررسۍ په بهانه ورځي، چې د ولسوال لخوا لېږل شوي خو کله چې هلته ورشي بیا ترې په زوره پيسې اخلي او ورته وايي: «دا زموږ حق دی.»

د حصه اول ولسوالۍ کې يو کان کېدونکی د نوم نه خپرولو په شرط وايي چې دغلته کان کېدونکي د ونډې په تناسب باندې ګټه اخلي خو طالبان له خپل زور څخه په استفادې ګټه تر لاسه کوي چې له امله يې ځينې وخت کان کېدنه ودرول شی.

دا لا څرګنده نه ده چې په دغه چاره کې د پنجشیر لپاره د طالبانو والي حافظ محمد اغا حکیم هم لاس لري او که نه خو د هغه نږدې کسان له کان کېدونکو څخه د هغه په نوم پيسې راټولوي.

د پنجشیر د زمردو کانونه د طالبانو يو له مهمو مالي سرچینو ګڼل کېږي چې د کان کېدنې په برخه کې يې د پنجشیر سلګونه اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

که څه هم له کلونو راهېسې د پنجشیر د زمردو په کانونو باندې لوټ ګډ دی خو واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم د طالبانو حکومت کان کېدنې ته قانوني جوازونه ورکړل او دا لړۍ يې لا چټکه کړه.