خبرونهنړۍ

فرانسه کې یو بندي په بیک کې پټ او له زندان څخه تښتیدلی

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

را پورونه وایي، د فرانسې د لیون ښار ته نږدې له کوربا زندان څخه یو بندي د بل بندي په بیک کې پټ شوی او له زندان څخه تښتیدلی.

د دغه را پورونو له مخې؛ دغه شل کلن بندي په محبس کې د خپل هغه ملګري بیک کې ځآن پټ کړی و، چې د بند موده یې پوره کړې وه.

د فرانسې د زندان سرویس اعلان کړی چې  په دې اړه یې، څېړنې پیل کړي دي.

د یاد زندان ادارې ویلي: «نوموړي د خپل بندي‌خونې د ملګري د ازادېدو څخه په ګټې‌اخیستنې، د نوموړي په بیک کې پټ شوی او له زندان وتلی دی.»

د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، ټښتېدلی بندي په نورو څو جرمونو کې هم ښکېل دی او دامهال تر څار لاندې دی.

د زندان ادارې او د لیون ښار محکمې هم په دې اړه پلټنې پیل کړي دي.