افغانستانخبرونه

افغانستان کې د ممیزو د ۱۶۵ خونو د جوړولو چارې پیل شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ملګروملتونو د خوړو او کرنې سازمان وايي، د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې د ممیزو د ۱۶۵ خونو د جوړولو چارې پیل کړي، چې عملاٌ جریان لري.

دغه سازمان نن د چنګاښ په ۲۲مه پخپل ایکس پاڼه لیکلي، چې یاده پروژه د نړیوال بانک په ملاتړ پلي کیږي او هره خونه د ۱۵ ټنو انګورو زیرمه کولو ظرفیت لري.

دې سازمان زیاته کړه چې د ممیزخونو جوړول به بزګرانو سره مرسته وکړي، ترڅو د انګورو د ښه وچولو او ذخیره کولو له لارې خپل عاید زیات کړي.