
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له کډوالۍ را ستانه شویو وطنوالو ته ۳۵ ښارګوټې جوړیږي.
د دغه ډلې مرستیال ویاند حمدالله فطرت نن د یکشنبې په ورځ وویل: دغه ښارګوټو ته ۱۲۰ زره جریبه ځمکه او یو میلیارد افغانۍ ځآنګړي شوي، چې د ښارګوټو جوړولو ترڅنګ به راستانه شویو کورنیو ته نورو سهولتونه هم برابر شي.
نوموړي زیاته کړې، یاده بودیجه د طالبانو د حکومت لخوا ځآنګړې شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ایران او پاکستان څخه د کډوالو د را ستنیدو څپه زیاته شوې او هره ورځ زرګونه افغانان خپل وطن ته را ستنیږي.