
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
سرچینې وایي، د کونړ په نور ګل ولسوالۍ کې ناپېژنده وسله والو د نصرت په نوم د پولیسو د ځانګړې ځواکونو یو پخوانی سرتیری د لاسي بم په غورځولو سره وژلی دی.
سرچینې وایي، دغه پېښه د چنګاښ په شلمه د شپې په دوه بجې د یادې ولسوالۍ بازار ته نږدې رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې؛ دغه پخواني نظامي د جمهوري نظام د ړنګېدو وروسته د تیلو په یوه پمپ کې د کور د نفقې ګټلو په موخه کار کاوه.
سرچینه وایي، دې ځوان له چا سره شخصي بده نه درلوده او نه هم تر اوسه د هغه د وژنې عاملین څرګند شوي.
تر اوسه کونړ کې د طالبانو ځایي مسوولینو د دغې پېښې په تړاو څه نه دي ویلي.