افغانستانخبرونه

ننګرهار کې د لډو لوبې پر سر شخړه کې يو ځوان وژل شوی

کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال 

د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې د دوو کسانو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې یو ځوان وژل شوی دی.

سرچینې وايي، دغه پېښه تیره شپه د کامې ولسوالۍ په قعله اخوند قریه کې د میاه ګانو په کلي کې رامنځته شوې ده او وژل شوی کس طارق شاه میاخېل نومیده، چې ۲۵ کاله عمر یې درلود.

سرچینه زیاتوي، یاد ځوان د مقابل لورې لخوا تر لفظي شخړې وروسته د لرګي په وسیله په سر وهلی او مړ شوی دی.

ځایي طالب چارواکو هم یاده پېښه تایید کړې او زیاتوي، له پېښې وروسته قاتل له سیمې تښتېدلی.