
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کې د قطر سفارت له شارژدافیر سره د دوه اړخیزو ، د ډیپلوماتیکو اړیکو پراختیا او سیمه ییزو مسلو په اړه خبرې اترې کړي.
په دې غونډه کې متقي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې مهمې وبللې او په نړیوالو غونډو کې یې د طالبانو د ملاتړ په برخه کې د قطر د حیاتي رول ستاینه وکړه.
د قطر د سفارت شارژدافیر طالبانو سره د خپل هېواد اړیکې مخ په ودې بللي او د خپل هېواد چمتووالی یې څرګند کړ چې په څو اړخیزو فورمونو کې د افغانستان د بهرنیو اړیکو په لا پراختیا کې مثبت رول ولوبوي.