
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال عبدالحق آخند همکار له ملګرو ملتونو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د کوکنارو د بدیل کښت او د مخدره توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې مرسته وکړي.
هغه په کابل کې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر له چارواکو سره لیدنه او په دې اړه یې بحث وکړ.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو د دفتر د عملیاتي څانګې مشر او په افغانستان کې د دې دفتر مشر په دې غونډه کې حاضر وو.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دې دفتر استازو ژمنه کړې چې په دې غونډه کې به په افغانستان کې له بزګرانو سره همکاري او د روږدو کسانو درملنه به وکړي.
پداسې حال کې چې طالب چارواکي تل د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه خپله لاسته راوړنه ګڼي ګاونډیو هیوادونو په وار وار ویلي چې له افغانستان څخه د دوی هیوادونو ته په لویه کچه مخدره توکي قاچاق کیږي.