
کابل ټيلیګراف – ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو لومړي وزیر په وروستیو کلونو کې د لومړي ځل لپاره د ایراني ساینس پوهانو د وژنې مسؤلیت په غاړه اخیستی دی.
بنیامین نتنیاهو په یوه مرکه کې وویل چې موږ مخکې ایراني ساینس پوهان له منځه وړي دي خو په وروستۍ جګړه کې موږ ډېر مهم شخصیتونه په نښه کړي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر دا هم اعلان وکړ چې هغه د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره عربي هېوادونو سره د اړیکو د عادي کولو لپاره کار کوي.
هغه زیاته کړه تل ابیب هڅه کوي چې په غزه کې د شپیتو ورځو اوربند د رامنځته کولو لپاره یوې هوکړې ته ورسیږي.
نوموړی دا ادعا په داسې حال کې مطرح کیږي چې هغه حماس سره د بندیانو د تبادلې په اړه هوکړې ته د رسیدو لپاره ترټولو مهم خنډ ګڼل کیږي.