افغانستانخبرونه

اووه افغان کډوال د فرانسې د تبعیدیانو پارلمان ته نوماند شوي

کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

اووه افغان کډوال، چې درې ښځې او څلور نارینه پکې شامل دي، د فرانسې د تبعیدیانو پارلمان ته نوماند شوي دي.

شکیبا داوود، سیاره رحماني او فاطمه حیدري د ښځو او روح‌الله صدیق‌الله، انعام‌الله سمون، واصل اسحاق‌زی او مهدي موعودي د نارینه‌وو په منځ کې نوماندان دي. 

اوس‌مهال د بېلابېلو هېوادونو ۲۵ نوماندان په دې سیالۍ کې برخه لري، چې له ایران، سوریې، روسیې، فلسطین، ترکیې، تونس، الجزایرو، د کانګو دموکراتیک جمهوریت او نورو هېوادونو څخه دي. 

یوازې هغه کسان چې په فرانسه کې د کډوالۍ وضعیت لري، کولای شي د فرانسې د تبعیدیانو پارلمان رسمي ویب‌سایټ ته په ورتګ سره په انلاین توګه رایه ورکړي.

هر رایه ورکوونکی کولای شي یوې ښځینه او یو نارینه نوماند ته رایه ورکړي. 

رایې ورکول د جمعې تر ورځې، د سرطان ۲۷مې (د جولای ۱۸مه) پورې دوام لري او پایلې به احتمالاً یوه ورځ وروسته اعلان شي. 

د فرانسې د تبعیدیانو پارلمان (Le Parlement des Exilés) یو مدني او غیرحکومتي بنسټ دی چې د سیاسي، ټولنیزو یا امنیتي دلایلو له امله له خپلو هېوادونو څخه د وتلو کسانو د حضور، مشارکت او غږ د بیان لپاره جوړ شوی دی. 

دا بنسټ هڅه کوي د کډوالو، مهاجرو او تبعیدیانو حقونه، اندېښنې او غوښتنې په ملي کچه مطرح او د دوی غږ د فرانسې دولتي او پرېکړه‌کوونکو بنسټونو ته ورسوي.