
کابل ټيلیګراف – ۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د ملي ناورین مخنیوي ادارې اعلان کړی چې د جون میاشتې څخه تر اوسه، ۱۱۱ کسان، چې ۵۳ یې ماشومان دي، د دې هېواد په مرګونې بارانونو کې مړه شوي دي.
د «ډان» ورځپاڼې د سېشنبې په ورځ، د سرطان ۲۴مه، راپور ورکړی چې ډېری دا کسان د برېښنا د لګېدو او سېلابونو له امله مړه شوي دي.
تر ټولو زیات تلفات د پاکستان پنجاب ایالت کې اوښتي.
دې ادارې ویلي چې دا شمېرې د جون له ۲۶مې څخه د جولای تر ۱۴مې پورې ثبت شوې دي.
د پاکستان د ملي هواپوهنې ادارې خبرداری ورکړی چې د پاکستان په شمالي او ختیځو برخو کې نور سخت بارانونه په لاره دي.