
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د لاهور ښار کې د زیاتو اورښتونو له امله د ګڼو لویو لارو او سړکونو د بندیدو ترڅنګ د یوه کور چت پرېوتی، چې له امله یې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي دي.
د واسا (WASA) د معلوماتو له مخې، د دغه ښار په پانیوالا تالاب کې تر ټولو زیات ۱۷۱ ملی میتره او په اقبال ټاؤن کې ۱۶۹ ملی میتره باران ثبت شوی دی.
د باران له امله د لاهور په ټوکر نیاز بیګ سیمه کې د یوه کور چت راپرېوت، چې له کبله یې د یوې کورنۍ ۵ غړي وژل شوي.
په وژل شویو کې دوه نجونې، دوه ښځې او یو سړی شامل دي.
د دې تر څنګ دوه نور کسان ټپیان شوي دي.