
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د لبنان مرکزي بانک د مقاومتي تنظیم حزبالله د مالي ادارې القرض الحسن پر فعالیتونو بندیز ولګاوه.
د بهرنیو خبري اژانسونو د راپورونو له مخې، د لبنان ټولو بانکونو ته امر شوی چې د القرض الحسن سره هر ډول مالي معاملات ودروي.
د را پورونو له مخې؛ یوربي کمیسیون له مخکې نه لبنان په هغو هیوادونو کې شامل کړی چې د پیسو مینځلو (money laundering) خطر لري، په داسې حال کې چې د مالي عمل کاري ډلې (FATF) هم لبنان په خړ لست (Grey List) کې اچولی دی.
د خبري اژانس په وینا، د حزبالله مالي اداره القرض الحسن په ۱۹۸۳ کال کې تاسیس شوې وه او ځان یوه خیریه اداره بولي.
پر دې ادارې د متحده ایالاتو له خوا له ۲۰۰۷ کال راهیسې بندیزونه لګول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې پرون اسرائیلو په لبنان کې د حزبالله د وسلو په ډیپو او کمپونو هوايي بریدونه وکړل، چې له امله یې ۱۲ کسان ووژل شول، چې په کې ۵ تنه د حزب الله اړوند کسان دي.