
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بې پولو ډاکټرانو سازمان د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د روغتیايي خدماتو ته لاسرسی، د دوامداره وېرې او نیولو له امله، په سختۍ سره محدود شوی دی.
دا سازمان خبرداری ورکړی چې دا دوامداره وېره نه یوازې د مهاجرینو فزیکي روغتیا، بلکې د هغوی رواني روغتیا ته هم زیان رسولی دی.
دې سازمان په یوه راپور کې لیکلي چې له ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې راهیسې، پاکستان د افغان مهاجرینو د جبري اخراج لپاره پراخه کمپاین پیل کړی دی.
که څه هم دا کمپاین په پیل کې یوازې پر غیر رجسټرډ مهاجرینو محدود و، خو اوس حتی هغه مهاجر چې اسناد لري هم له ورته چلند سره مخ دي.
دې سازمان یادونه کړې چې د اقامت کارټ لرونکو لپاره د اخراج موقتي تعلیق اعلان شوی، چې د ۲۰۲۵ کال د جولای له لومړۍ نیټې څخه پلي کیږي، خو دا اقدام د افغان مهاجرینو د وېرې او اندېښنې په کمولو کې پاتې راغلی دی.
د راپورونو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۲۷۴ زرو زیات افغان مهاجر له پاکستان څخه اخراج شوي او له ۲۰۲۳ کال د نومبر راهیسې د اخراج شوو افغانانو شمېره له یو میلیون څخه اوښتې ده.