
کابل ټيلیګراف – ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د چین په کوربهتوب د شانګهای همکارۍ سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې په پای کې غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې «ملي وفاق» رامنځته شي او د قومونو او سیاسي ډلو د مشارکت له لارې په واکمنه اداره کې برخه واخلي.
هغه وویل، د دې سازمان نږدې ټولو غړو له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړې دي.
لاوروف وویل، د شانګهای سازمان غړي هیوادونه د یوه داسې افغانستان په جوړولو باندې اتفاق لري چې له ترهګرۍ او نشهيي توکو څخه پاک وي.
هغه په یوه خبري غونډه کې زیاته کړه: «د دې سازمان نږدې ټولو غړو له کابل سره خپل دوهاړخیزه اړیکې پیاوړې کړې دي او د یوه خپلواک، بېپرې، سولهییز او له ترهګرۍ او نشهيي توکو څخه پاک افغانستان د بیا رغونې او دوامدار پرمختګ لپاره پر اغېزمنې مرستې ټینګار کوي.»
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا په واکمنه اداره کې د قومي او سیاسي مشارکت پر اړتیا ټینګار وکړ. روسيې په دې وروستیو کې د طالبانو رژیم په رسمیت پېژندلی دی.