
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسراییلي پوځ له لوري د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دفاع وزارت او د ولسمشرۍ ماڼۍ ته نږدې هوایي بریدونه شوي.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه یو کس وژل شوی او ۱۸ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه وروسته له هغې شوي چې اسراییل ګواښ وکړ که د سوریې دولتي ځواکونه د هېواد له سویلي برخې و نه ووځي، خپل بریدونه به پراخ کړي.