خبرونهنړۍ

د عراق په یوه پلورنځای کې د اورلګیدنې له امله ۶۰ تنه مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د عراق هېواد په کوټ ښار کې په یوه لوی پلورنځای کې د اور لګیدو له امله ۶۰ تنه مړه شوي دي.

د را پورونو له مخې؛ دغه ۵ پوړیزه پلورنځای کې ګڼ شمیر کسان ټپیان شوي هم دي.

د پېښې له ځایه ټپيان روغتون ته لیږدول شوي دي.

پولیسو ویلي، دغه پېښه تیره شپه رامنځته شوی، خو د اورلګیدو لامل ندی څرګند شوی.