
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د سوریې د انتقالي حکومت مشر احمدالشرع د اسرائیلو لخوا پر دغه هېواد د برید وروسته ویلي، چې له جګړې ویره نلري، خو د ویجاړیو له ملت ګټو ته لومړیتوب ورکوي.
هغه زیاته کړې، د سوریې خلک له جګړې نه ویریږي او که کرامت یې وګواښل شي، جګړې ته به چمتوالی ونیسي.
په ورته وخت کې د سوریې پوځ د دې هېواد له سویدا ښار څخه شاتګ کړی او ویلي، چې دغه کړنه یې د امریکا په غوښتنه ترسره کړې.
دغه ښار کې د دروز ټولنې اکثریت وګړي مېشت دي.
احمدالشرع همداراز زیاته کړې چې د دروز ټولنې د وګړو د حقونو خوندیتوب د دوی لومړیتوب دی.