
کابل ټیلیګراف – ۲۶ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
را پورونه وایي، د شیخ زاید تخصصي روغتون کې تیر کال د افغان متخصصینو لخوا ۴۴۱۹ وړیا عملیاتونه ترسره شوي دي.
د طالبانو تر واک لاندې د عامې روغتیا وزارت وایي، په دغه عملیاتونو کې ۱۵۴۸ لوی عملیاتونه و، چې د افغان متخصصینو لخوا په پوره مهارت سره په وړیا ډول ترسره شوي دي.
دوی زیاته کړې، په تیر یو کال کې یاد روغتون کې د نږدې ۸۷ زره کسانو وړیا اوپي ډی هم شوې ده.
د دوی د معلوماتو له مخې؛ په دغه موده کې په شیخ زاید روغتون کې ۷۶۴۷ داخله ناروغان بستر شوي هم دي.