
کابل ټیلیګراف – ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د را پورونو له مخې؛ د هندوستان د سینما مشهور ستوری امیتابچن یو ځل بیا د کون بنی ګا کروړ پتي پروګرام د ۱۷م سیزن کوربتوب کوي.
د هندي رسنیو د معلوماتو له مخې؛ دغه پروګرام به د روان کال د اګست په ۱۱مه پیل شي او د هر پروګرام کولو په بدل کې به امیتابچن ته ۵۰ میلیونه هندي کلدارې تنخوا ورکول کیږي.
امیتابچن له ۲زرم کال څخه د یاد پروګرام کوربتوب پرمخ وړي.
په ۱۶م سیزن کې هم امیتابچن د یو پروګرام ترسره کولو په بدل کې ۵۰ میلیونه هندي کلدارې اخیستې.