
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د امریکايي شرکت “ایسټرونومر” اجرائیوي مشر اینډي بایرن د یوه میوزیک کنسرټ په جریان کې د شرکت د بشري سرچینو مشرې کریسټین کیبوټ سره د غېږې په حالت کې د ویډیو ویرل کېدو له امله له خپلې دندې استعفا ورکړه.
د ایسټرونومر له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې اینډي بایرن خپله استعفا وړاندې کړه چې د بورډ له خوا ومنل شوه.
تېرو ورځو کې د کنسرټ په جریان کې د راز افشا کیدو له امله اینډي بایرن رخصتۍ ته ولېږل شو او د قضيې داخلي پلټنې پیل شوې وې.
د کنسرټ پر مهال کله چې په کمره کې مینه والو ته وښودل شول، اینډي بایرن او کریسټین کیبوټ یو بل سره غیږ په غیږ و.
د کمرې لیدلو سره سم دا جوړه وارخطا شوه، اینډي بایرن کښیناست او کریسټین کیبوټ مخ بلې خوا ته واړاوه، خو د دوی د پټیدو هڅه ناکامه شوه.
ویل کیږي، دغه ویډیو تر ټولو زیاته لیدل شوې ویډیو ده.