
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
ایران او درې اروپايي هېوادونه به د جمعې په ورځ د ترکیې په استنبول ښار کې اټومي خبرې اترې وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند په وینا، ایران او درې اروپايي هیوادونه (بریتانیا، فرانسه او جرمني) به د جمعې په ورځ (د جولایي ۲۵) استنبول کې د اټومي خبرو اترو لپاره غونډه وکړي.
دا خبرې به د ایران، بریتانیا، فرانسې او جرمني د بهرنیو چارو مرستیالو وزیرانو ترمنځ وي.
درې واړو اروپايي هیوادونو خبرداری ورکړی و چې د اټومي خبرو اترو په بیا پیلولو کې ناکامي به پر ایران نړیوال بندیزونه ولګوي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې ایران به پخواني تړون ته بېرته ستون نشي.
هغه زیاته کړه چې بریتانیا، جرمني او فرانسې د ۲۰۱۵ کال تړون د پلي کولو لپاره قانوني، سیاسي او اخلاقي جواز نه لري.
عراقچي وویل چې اروپايي هیوادونو د اسرائیل او امریکا د تجاوز په ملاتړ کړی و.