
کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
د بنګله دېش هوايي ځواک د یوې روزنیز الوتکې د غورځېدو له امله الوتکه ویجاړه او نولس تنه مړه شوي دي.
د بنګله دېش رسنیو په وینا، دا پېښه د دوشنبې په ماسپښین هغه وخت رامنځته شوه کله چې روزنیزې الوتکې د ځایي وخت له مخې د ماسپښین یوه بجه او ۶ دقیقې الوتنه پیل کړه، خو الوتکه د ډاکه په اتارا سیمه کې د یوه ښوونځي پر ودانۍ غورځېدلې او ویجاړه شوې، چې له امله یې ۱۹ کسان وژل شوي دي.
د بنګله دېش رسنیو د یوه کس د وژل کېدو تصدیق کړی او ویلي یې دي چې د پېښې وروسته د ژغورنې ادارو کارکوونکو ځای ته ورسېدل او امدادي عملیات یې پیل کړل.
رسنیو ویلي، د پېښې له امله د ښوونځي ودانۍ اور اخیستی او ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.
د بنګله دېش پوځ هم د هوايي ځواک د روزنیزې الوتکې ایف ۷ بي جي ای د پېښې تصدیق کړی، خو پوځ د وژل شویو او پیلوټ په اړه کوم معلومات نه دي خپاره کړي.
د پېښې ځای ته موجودو ژغورنې چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې ګڼ شمېر کسان ټپیان شوي هم دي.