خبرونهنړۍ

روسیه کې کندې ته د یوه بس د غورځېدو پېښه کې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۳۰چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د روسیې هېواد په یاکوتیا سیمه کې د کان کیندونکو د لیږد یو بس موټر کندې ته غورځیدلی، چې له امله یې ۱۳ تنه وژل شوي او شل تنه نور ټپیان دي.
د چارواکو په وینا، ظاهراٌ دا پېښه د موټر چلوونکي لخوا د موټر د کنټرول له لاسه ورکولو له امله رامنځته شوې، خو په دې اړه نورې څېړنې جریان لري.

په خبر کې د وژل شویو کسانو د هویت په اړه هم څه ندي ویل شوې.