افغانستانخبرونه

افغانستان بانک: له یو میلیارد زیاتې زړې افغانۍ وسوځول شوې

کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، یو میلیارد،۹ میلیونه او ۸۶۷ زره زاړه بانک نوټونه یې سوځولي دي.

دغه بانک زیاته کړې، چې یادې افغانۍ د ننګرهار، پکتیا او مرکزي زون ولایتونو څخه را ټولې کړې وې، چې د ټاکل وشې پلاوي په وړاندې وسوځول شوې.

څه موده وړاندې د افغانستان بانک ویلي و، چې د افغانیو د را کړې ورکړې لپاره انلاین سیستمونه فعالوي، خو لا هم په دغه ژمنه کې ندي رښتیني شوې.

په افغانستان کې د راکړې ورکړې د انلاین سیستم د نشتوالې له امله تر دې وړاندې هم په میلیاردونو افغانۍ زړې او سوځول شوي دي.