
کابل ټیلیګراف – ۳۱چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال
په اسلامآباد کې یو شمېر افغان کډوالو ویلي چې د پاکستان پولیسو یو ځل بیا د “بي ۱۷” پر ښارګوټي یرغل کړی او یو شمېر افغانان یې نیولي دي.
دوی وايي چې په نیول شوو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
یو کډوال د هویت د پټ ساتلو په شرط رسنیو ته ویلي چې پولیسو د ځینو کورونو دروازې ماتې کړې او کورنۍ یې نیولې او له ځان سره یې وړې دي.
دې سرچینې زیاته کړې چې پولیسو هغه کورنۍ نیولې چې د دوی د ویزو موده پای ته رسېدلې وه او د “بي ۱۷” ښارګوټي له بیلابیلو برخو یې نیولي دي.