افغانستانخبرونه

د بریتانیا ځانګړي استازي له افغان مېرمنو سره د طالبانو د چلند غندنه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان لپاره د برتانیا ځانګړي استازي، کابل ته د خپل لومړي سفر په ترڅ کې، د ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه د لندن اندیښنه څرګنده کړه.

ریچارډ لینډسي په یوه بیان کې چې په ایکس کې خپور شوی ولیکل، “موږ په افغانستان کې د روان بشري بحران او له ایران او پاکستان څخه راستنیدونکو افغانانو سره د ننګونو په اړه ژوره اندیښنه لرو.” “ما د ښځو او نجونو سره د طالبانو د چلند په اړه د انګلستان اندیښنې روښانه کړې دي.”

د بیان له مخې، د برتانیا ځانګړي استازي پر طالبانو غږ وکړ چې “له افغانانو سره جامع خبرې اترې پیل کړي.”

د بیان له مخې، لینډسي د دې سفر په جریان کې د بشري حقونو، د افغان کډوالو د راستنیدو، د طالبانو د بخښنې او د دوحې پروسې په اړه خبرې وکړې.

په دې سفر کې، د افغانستان لپاره د برتانیا د سفارت شارژدافیر، رابرټ ډیکسن هم د ریچارډ لینډسي سره ملګری و.