افغانستانخبرونه

متقي د طالبانو او جرمني د اړیکو ټينګښت برخه کې د قطر له منځګړتوب مننه وکړه

کابل ټیلیګراف – ۱ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وايي، سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنيو چارو وزارت کې د دولت وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره ټلیفوني خبرو کې د جرمني او طالبانو د اړیکو د ټينګښت برخه کې د قطر له منځګړتوب مننه کړې ده.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلامیه کې ويلي چې په دې ټیلیفوني خبرو کې د افغانستان او قطر پر دوو اړخیزو اړیکو، له جرمني څخه د ۸۱ کډوالو راستنولو بهیر او پاتې پړاوونو باندې کار او افغانستان ته د مهاجرینو د وروستیو څپو په تړاو خبرې وشوې.

متقي د افغانستان او قطر اړیکې مخ پر وده وبللې او د جرمني فډرال جمهوریت سره وروستیو خبرو او پرمختګونو کې یې د قطر د اسانچاریو مننه وکړه.

هغه هيله څرګنده کړه چې د بشري ادارو په مرسته به وکولای شي چې له جرمني څخه راستانه شوي افغانان په وطن کې خپل عادي ژوند پیل کړي او ډاډ یې ورکړ چې جرمني کې به د افغان دیپلوماتانو له خوا مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات په شفاف ډول وړاندې شي او د خبرو راتلونکي پړاوونه هم په مثبت ډول پرمخ ولاړشي.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې، د قطر د بهرنیو چارو وزارت کې د دولت وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي وویل چې افغانستان د قطر دولت په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او په دې وروستیو کې یې د قطر په اسانچارۍ د افغانستان او جرمني ترمنځ وروستی پرمختګ مهم وباله او ژمنه یې وکړه چې د قطر دولت به د دې پروسې راتلونکو پړاوونو کې هم خپل مثبت رول ته دوام ورکړي.

د قطر د دولت وزیر همداراز وویل، چې هېواد یې افغانستان ته د مهاجرینو د راګرځېدو وروستۍ څپې له نږدې څاري او له اړونده ارګانونو سره کار کوي چې د افغانستان حکومت سره د وضعیت په مدیریت کې مرسته وکړي.