
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
بغلان کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په کرکر سیمه کې د ډبرو سکرو یو کان نړېدلی چې له امله یې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د بغلان د امنیې قوماندانۍ له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې د شمال ډبرو سکرو امارتي شرکت د رییس مولوي عبدالله حامد له قوله راغلي چې دغه پېښه د کرکر ډبرو سکرو کان درېیم نمبر صوف د یو ناڅاپي ناستې له امله شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې ۶ کسان مړه او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.
د نوموړي په خبره چې ژغورونکې ډله پر وخت سیمې ته رسېدلې، مړي او ټپیان یې د بغلان مرکزي روغتون ته انتقال کړي دي.