افغانستانخبرونه

غزني کې د کاریز لوېدو له امله څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال

غزني کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په اب‌بند ولسوالۍ کې د یوه کارېز لوېدو له امله دوو کارګرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

د یادې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې یاده دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولایت د اب‌بند ولسوالۍ په صاحب‌زاده کلي کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي، یاده پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې کارګر د کارېز پر کيندلو بوخت وو.

سرچېنې د معلوماتو له مخې، پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي او ځينې نور کارګر ژغورل شوي دي.

امنیه قوماندانۍ لیکلي، د یادي ولسوالۍ امنیتي کسان پر وخت د پېښې ځای ته رسېدلي او  ټپيان يي د مقر ولسوالۍ روغتون ته لېږدولي دي.