افغانستانخبرونه

امریکا او جاپان یوې نوې سوداګریزې هوکړې ته ورسېدل

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرامپ اعلان کړې، چې له جاپان سره یوې «سترې» سوداګریزې هوکړې ته رسېدلی.

ټرامپ ویلي، چې د دې هوکړې له مخې، امریکا د جاپان پر وارداتي توکو وضعه شوې تعرفه ۱۵ سلنه راکموي او په مقابل کې یې جاپان په امریکا کې ۵۵۰ میلیارده ډالر پانګونه کوي.

نوموړي وړاندې ګواښ کړی و، کچېرته د روان زیږدیز کال د اګست میاشتې تر لومړۍ نېټې له جاپان سره هوکړې ته ونه رسیږي، نو د دې هېواد پر توکو به ۲۵ سلنه تعرفه وضعه کړي.