افغانستانخبرونه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحی تعرفې هوکړه لاسلیک شوه

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال

پاکستان کې د افغانستان سفارت پر اېکس لیکلي، د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ د ترجیحي تعرفې هوکړه لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې د افغانستان له لوري پاکستان ته پر څلورو قلمو صادراتو او له هغه ځایه هم په څلورو قلمو وارداتو لګول شوې تعرفې چې مخکې ۶۰ سلنې وې، ۲۷ سلنې ته راټيټې شوې.

له افغانستانه په صادراتو کې انګور، انار، مڼه او رومیان شامل دي او له پاکستانه په وارداتو کې بیا، ام، کینو، کېله او الوګان دي.

دغه هوکړه د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معین، احمدالله زاهد او پاکستاني سیال، جاوید پاول ترمنځ لاسلیک شوه چې د را روانې اګسټ میاشتې له پیله به د پلي کېدو وړ وي.