
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴ لمریز کال
د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د الجزیرې له ټلوېزیوني شبکې سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د دوی پوځ چمتو دی څو بیا هم د اسراییلو د «اشغال شوو سیمو ژورې برخې» په نښه کړي.
د مهر اژانس راپور له مخې، ښاغلي پزشکيان ویلي: «موږ د اسراییلو د هر ډول نظامي اقدام لپاره چمتو یو. زموږ ځواکونه بیا هم کولی شي د اسراییلو تر ژورو سیمو بریدونه وکړي. اسراییلو موږ ته تاوان رسولی، خو موږ هم په پیاوړي غبرګون ځواب ورکړی. دا رژیم خپل تلفات پټوي.»
نوموړي زیاته کړې چې اسراییل هڅه کوله ایران کمزوری کړي، وویشي او اسلامي نظام له منځه یوسي، خو ناکامه شو.
ده وویل: «شک نشته چې زموږ په خاوره کې نفوذونه شوي، خو اصلي لامل یې د امریکا پرمختللې ټکنالوژي او له هغې څخه ګټه اخیستنه ده.»
پزشکيان ټینګار کړی چې ایران جګړه نه غواړي، خو یوازې پر اوربند باور نه لري او چمتو دی چې د هر ډول برید په وړاندې ځان دفاع کړي.
ده دعا کړې «اسراییل د خپلو ناکامیو د پټولو هڅه کوي، خو د جګړې د پای غوښتنهیې پخپله ډېر څه څرګندوي.»
ولسمشر پزشکيان وویل، ایران هېڅکله تسلیم شوی نه دی او نه به شي، خو له دې سره سره په ډیپلوماسۍ او خبرو باور لري.
ده وویل، د سیمې هېوادونو د وروستۍ جګړې پر مهال له ایران سره بېساري ملاتړ وښود.
نوموړي ټینګار وکړ، چې ایران د اټومي وسلو مخالف دی، او دا دریځ نه یوازې سیاسي، بلکې مذهبي، انساني او سټراټیژیک دی.
ده وویل، د یورانیمو غنيکول به د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې، د ایران په خاوره کې دوام ومومي.