افغانستانخبرونه

طالبان: لس زره افغانان په بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، لس زره افغانان په بېلابېلو بهرنیو هېوادونو کې بندیان دي، خو د دغه هېوادونو نومونه یې په ډاګه نکړل.

د یاد وزارت سرپرست امیرخان متقي وویل: هڅې روانې دي چې د دغو بندیانو کره شمېر معلوم او د خوشې کولو لپاره له هېوادونو سره اړیکې ټینګې او پلان جوړ شي.

هغه وایي، له یادو بندیانو یې زیات په ایران کې بندیان و، چې یو شمېر یې را خوشې او افغانستان ته را لیږدول شوي دي.

د طالبانو د بهرنیوچارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې په ملګروملتونو کې د افغانستان څوکۍ غصب شوې او دغه څوکۍ باید اوسني حکومت ته وروسپارل شي، چې په وینا د دې چارې لپاره یې پیل کړي دی.

بلخوا هغه نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په اړه وویل، د چین، عربي متحده اماراتو او ازبیکستان ترڅنګ، ترکیې، روسیې او پاکستان سره ډیپلوماټیک ماموریتونه د سفیر کچې ته لوړ کي او

تېر یوه کال کې یې څلورو مهمو هېوادونو، جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا ته ډیپلوماټان استولي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي، تیر کال د ۱۷۶ هېوادونو ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو ته د افغانستان ویزې ورکړل شوي.