
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د هینلي اینډ پارټنرز ادارې لخوا د ۲۰۲۵م کال د جولاۍ څخه د همدې کال تر ډسمبر میاشتې پورې د نړۍ د غوره پاسپورټ لرونکو هېوادونو لیست خپور شو، چې سینګاپور یو ځل بیا د غوره پاسپورټ لرونکو هېوادونو په لیست کې لومړی ځای خپل کړی.
د سینګاپور هېواد پاسپورټ لرونکي کولی شي، په دغه پاسپورټ له ویزې پرته د نړۍ ۱۹۳ هېوادونو ته سفر وکړي. دغه راز جاپان او جنوبي کوریا دوه نور اسیايي هېوادونه دي، چې دواړه په دویم مقام کې راغلي او پاسپورټ درلودونکې یې ۱۹۰ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.
په دغه درجه بندۍ کې درېیم مقام کې شپږ هېوادونه ډنمارک، فنلینډ، فرانسه، جرمني، ایرلینډ، ایټالیا او هسپانیا ده، چې د پاسپورټ درلودونکې یې د نړۍ ۱۸۹ هېوادونو ته له ویزې پرته سفر کولی شي.
بیلجیم، اتریش، لوګزامبورګ، ناروې، پرتګال او سویډن په دغه درجه بندۍ کې ۴ م ځای خپل کړی، چې پاسپورټ درلودونکي یې له ویزې پرته ۱۸۸ هېوادونو ته سفر کولی شي.
یونان، نیوزیلنډ او سویس هېوادونه په ۵ مقام کې راغلي، چې پاسپورټ لرونکي یې ۱۸۷ هېوادونو ته سفرونه کولی شي.
په دې لیست کې د سفر د اسانتیا پر بنسټ د هېوادونو درجهبندي شوې، او د امریکا پاسپورټ لسم نمبر ته راښکته شوی، چې یو وخت د نړۍ تر ټولو پیاوړی پاسپورټ ګڼل کېده.
د کمپنۍ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا د لسو غوره هېوادونو له لیست څخه د وتلو په حال کې دی، او دا به د دې انډیکس د ۲۰ کلن تاریخ په لومړي ځل وي.
د کمپنۍ په وینا، متحده عرب اماراتو پاسپورټ تېره یوه لسیزه کې تر ټولو چټک مخکې تګ کړی او په یوه لسیزه کې ۳۴ درجې مخکې تګ سره اتم مقام خپل کړی دی، دغه راز د چین پاسپورټ هم ۳۴ درجې مخکې تګ کړی او دا مهال شپیتم نمبر کې ځای لري.
د نړۍ تر ټولو کمزوري پاسپورټونه
په دغه درجه بندۍ کې افغانستان ۹۹یم، سوریه ۹۸، عراق ۹۷یم، پاکستان ۹۶، نیپال او لیبیا ۹۵یم، فلسطین، ارټریا او بنګلدېش په ۹۴یم، شمالي کوریا ۹۳یم، سوډان دوه نوي، سرلینکا او ایران یو نویم مقام لري.