
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
د پاکستان د بحران مدیریت ادارې ویلي، په دغه هېواد کې د جون له ۲۶مې څخه د جولاۍ تر ۲۲مې پورې د اورښتونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۴۵ تنو او ټپيانو شمېر ۶۰۲ تنو ته رسیدلی دی.
د دغه هېواد رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله لیکلي، په یاده موده کې د سیلابونو او بارانونو له امله په خیبرپښتونخوا کې ۵۹ کسان مړه او ۷۳ ټبيان شوي، سندھ کې ۲۴ کسان مړه او ۴۰ ټپيان شوي، بلوچستان کې ۱۶ کسان مړه او ۴ ټپيان شوي، ګلګت بلتستان کې ۳ کسان مړه او ۴ ټپیان شوي، آزاد کشمیر کې ۲ کسان مړه او ۸ تنه ټپيان شوي، دغه راز اسلام اباد کې ۶ کسان مړه او ۳ ټپیان شوي دي.
په دغه را پورو کې ویل شوي، د یادو سیلابونو له امله ۱۵ تنه لادرکه شوي هم دي.
چارواکو ویلي، د بارانونو له امله مړه شویو کسانو کې ۸۳ نارینه، ۴۴ ښځې او ۱۱۸ ماشومان شامل دي، دغه راز په ټپيانو کې ۲۳۲ نارینه، ۱۶۸ ښځې او ۲۰۲ ماشومان دي.
د دغه بارانونو له امله ۸۵۴ کورونه ویجاړ شوي او ۲۰۸ څاروي مړه شوي دي.
ډېری مړینې د کورونو د نړېدو، ډوبېدو، د ځمکې ښویېدو او چټکو سیلابونو له امله شوې دي.