
کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال
په ننګرهار کې طالبان وایي، د جلال اباد ښار اوومې ناحیې بګرامیو سیمه کې یو کس د خپلې ځمکې د پلورلو وروسته د خفګان له امله ځآن وژنه کړې.
د یاد ولایت د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي، یاد کس خپله ځمکه په بل چا پلورلې وه او هغه شخص پر همدې ځمکه ابادي کوله چې نوموړي ته ترې ژور خفګان پيدا شوی او خپل ځان يې په تومانچه ويشتلی او ژوند يې له لاسه ورکړی.
د خبرپاڼې له مخې، د ياد شخص د کورنۍ غړو منلې چې هغه د ځمکې پلورلو او بيا د ابادۍ چارو په ليدلو د احساساتي شوی او ځان وژنه یې کړې ده.
تر دې وړاندې یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د بېلابېلو لاملونو په دلیل یوشمېر کسانو ځان وژنې کړي دي.