افغانستانخبرونه

افغانستان کې له بانکونو د پیسو اېستلو میاشتنۍ کچه یو میلیون افغانیو ته لوړه شوه

کابل ټیلیګراف – د زمري لومړۍ نېته ۱۴۰۴ لمریز کال 

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک وایي، له بانکونو د پیسو اېستلو میاشتنۍ کچه یې یومیلیون افغانۍ او ۱۵۰زره ډالرو ته لوړه کړې ده.

 دغه بانک ویلي، د هېواد په بېلا بېلو بانکونو کې حساب لرونکي کولی شي، په میاشت کې له خپلو حسابونو یو میلیون افغانۍ او ۱۵ زره امریکايي ډالر، دغه راز په اونۍ کې ۳۵۰ زره افغانۍ او ۵ زره ډالرو اېستلو اجازه لري.

د دغه ادارې مسؤلین وایي، هڅه کوي، چې به نږدې راتلوونکې کې دغه کچه له دې هم لوړه کړي او خلکو ته به په دې برخه کې سهولتونه رامنخته کړي.