
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
طالبان وایي، په تېره یوه میاشت کې د اسلام کلا له لارې نږدې یو میلیون افغان کډوال له ایران څخه را ستانه شوي، چې د را ستنو شویو کورنیو هر غړي ته دوه، دوه زره افغانۍ ورکول شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسیدنې د طالبانو د عالي کمیسیون غړی احمدالله وثیق وایي، له یادې نغدي مرستې سربیره را ستانه شویو افغانانو ته د نوم لیکنې، خوړو، لیږد، روغتیا او نورو برخو کې هم ورسره مرستې کیږي.
د هغه د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه میاشت کې په راستانه شویو کډوالو دوه میلیارده افغانۍ ویشل شوي دي.