افغانستانخبرونه

قطر ته د ۷سو ترڅنګ ۱۳ سوه نور کاریګر هم لیږل کیږي

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو تر واک لاندې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، له قطر هېواد سره یې هوکړه کړې، چې د ۷ سوه کاریګرو ترڅنګ به دغه هېواد ته ۱۲سوه نور افغان کاریګر هم ولیږي.

د یاد وزارت د اعلان له مخې؛ د دغه کاریګرو د لیږد قانوني لړۍ پیل شوې، چې د اوسنۍ هوکړې د ۲ زره کسانو وروسته به نور کاریګر هم قطر هېواد ته ولیږل شي.

دغه وزارت په شرایطو برابرو هېوادوالو ته څرګنده کړې چې د نوملیکنې او ثبت بهیر څرنګوالی، اړونده رشتې او حرفې، شرايط او د نومليکنې مرکزونو ټول جزئيات او مشخصات به ډیر ژر په ډاګه شي.