
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته د تلیفیوني اړیکې پر مهال دغه هېواد ته د رسمي سفر ترسره کولو بلنه ورکړې.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، د روسیې بهرنیو چارو وزیر د طالبانو سره د تعامل د تعامل پراخولو لپاره په سیمهییز میکانیزمونو جوړولو باندې ټینګار کړی او په همدې موخه یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې امیرخان متقي ته د ګډون رسمي بلنه ورکړه.
د یاد وزارت اعلامیه کې ویل شوي، دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو هم خبرې کړي.
په دغه خبرو کې امیرخان متقي هم د روسیې له لورې د طالبانو په رسمیت پېژندنې څخه مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې دا اقدام د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم بدلون دی.