افغانستانخبرونه

ننګرهار او خوست کې ترافیکي پېښو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

را پورونه وایي، په ننګرهار او خوست ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو په ترڅ کې ۳ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، د خوست د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د المري کلي کنډو سیمه کې د ویټز موټر د چپه کېدو له امله ۲ تنه مړه او ۴ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په ګردي غوث سیمه کې د یوې بلې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی دی.

د سړکونو خرابوالی، د موټر چلوونکو بې احتیاطي، ګړندی تګ، د ترافیکي قوانینو نشتون او نور هغه عوامل دي، چې په وروستیو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالې لامل شوی دی.