
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د روس يوه مسافر وړونکې الوتکه په لرې پرته غرنۍ سيمه کې لوېدلې، چې پکې د ۵ ماشومانو په ګډون د ټولو ۴۹ مسافرو د وژل کېدو ویره شتون لري.
د برتانوي ورځپاڼې “دي سن” په وينا، ۵۰ کلنه اې ان ۲۴ الوتکه د کمو ورېځو او زیات باران پر مهال د ټينډا هوايي ډګر په دويمه هڅه کې لادرکه شوه.
دا پېښه د روس په لرې پرته امور سيمې کې رامنځته شوه.
دا الوتکه د خاباروفسک–بلاګويشچينسک–ټينډا په لار د تګ پر مهال لادرکه شوې ده.
د بېړنيو ژغورنې چارواکو هغه مهال بدترين وېرې تصديق کړې، کله چې د الوتکې سوځېدلی ملبہ د هوايي ډګر نه ۹ ميله لرې وموندل شو.
د بېړنيو چارو وزارت ويلي، کله چې د اېم آي–۸ ژغورنې چورلکه د غټو ځنګلونو او غرنيو سيمو کې د لوېدو ځای ومونده، ولیدل شول، چې د الوتکې جوړښت سوځېده.
تر اوسه د ژوندي پاتې کېدونکو هېڅ نښې نه دي موندل شوي.