خبرونهنړۍ

غزه: د لوږې له امله ۱۰ نور فلسطینیان مړه شوي

کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال

د اسرائيلي محاصرې له امله په غزه کې د خوراکي توکو کمښت له وروستي حد سره مخ شوی، چې له امله يې نور ۱۰ فلسطينيان د لوږې له امله مړه شوي.

د بهرنيو خبري اژانسونو په وينا، د ۲۰۲۳ اکتوبر نه تر اوسه د خوراکي کمښت له امله د مړو شمېر ۱۱۱ تنو ته ورسید.

نړيوالو مرستندویه ادارو او بشري حقونو ډلو په غزه کې د خوراکي توکو پراخ کمښت خبرداری ورکړی او په نړيوالې ټولنې یې غږ کړی، چې په دې اړه سمدستي ګامونه پورته کړي. 

د انروا مرستندویه ادارې په وينا، په اردن او مصر کراسنګ کې زرګونه ټنه توکي موجود دي، خو اسرائیلو یې د لیږد مخه نیولې.

بلخوا ملګرو ملتونو دا حالت يو وحشتناک بشري بحران بللی دی.