
کابل ټیلیګراف – ۲ زمری ۱۴۰۴ لمریز کال
د دوبۍ اوسېدونکو لپاره اوس د اماراتي ويزې د نویو کولو، منسوخۍ يا بدلون لپاره د ټرافيکي جرمانو بشپړه اداینه اړينه ده.
د کډوالو ادارې د دوبۍ پوليسو سره يو نوی آنلاين نظام معرفي کړی، چې په خپله د ټرافيکي جرمانو معاينه کوي.
دا نظام به د ويزې اپډېټ پروسې پر مهال د کاروونکي په نوم ټولې ټرافيکي سرغړونې وګوري او د جرمانې په صورت کې به د ويزې غوښتنه ودرول شي.
د اميګريشن چارواکو په وينا، که چا ته د ۳۰۰۰ درهمه زيات جرمانه وي، هغه کولای شي د دوبۍ پوليسو اېپ يا وېب سايټ له لارې په ۳، ۶ يا ۱۲ مياشتو قسطونو کې ادا کړي.
هغو کسانو لپاره، چې متحده عرب امارات تل لپاره پرېږدي، هم ورته نوې لارښوونې جاري شوي، چې له مخې يې د وسايطو خاوند بايد د نان–لايبلټي سرټيفکېټ ترلاسه کړي.
دا سرټيفکېټ د دوبۍ پوليسو د سمارټ سروس سينټرونو نه ترلاسه کېدلی شي.